د دایکندي ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ کسان تر واورو لاتدې شوي او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان دي.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ د سلواغې له ۲۱ راپدیخوا د دې ولایت د میر امور ولسوالۍ په نِرخسَی، ورسل او حصاررباط په اړوند سیمو کې خلک تر واورو لاندې شوي دي.
دغه راز یو کس د سنګتخت ولسوالۍ د دهن شیبر په سیمه کې هم یو کس د واورې ښوېیدو له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمیتې پرېکړه کړې، چې د مرکز او ولسوالیو تر منځ په لویو لارو کې دې بېړنی حالت وغزول شي.
دغه راز یادې کمیتې د ژغورنې او څارنې له ریاست غوښتي، چې د واورې پاکولو عملیات دې هم په اړوند لارو کې روان وساتل شي.
په دایکندي کې چارواکو له خلکو غوښتي، چې د بېړنیو حالاتو تر پای ته رسیدو پورې دې له نااړینو سفرونو ډډه وکړي.
دایکندي د هېواد د مرکزي ولایتونو څخه یو غرني ولایت دی، چې هرکال له طبیعي پېښو څخه په ځانګړي توګه له واورې ښویېدنې یو شمېر خلک له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کیږي.
The post په دایکندي کې د واورې ښویېدنې د قربانیانو شمېر ۳۱ کسانو ته پورته شو first appeared on آریانا نیوز .